د حماس مشران له غزې نه وځي
د حماس مشرانو د نیواکګرۍ تر پاې پورې د مقاومت د وسلې په ساتلو باندې په ټینګار سره وویل چې د حماس مشران له غزې نه وځي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په ټوله غزه کښې د حماس د بې وسلې کولو لپاره د هلوځلو په لړ کښې د نیواکګر رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو له پرونیو څرګندونو وروسته، د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر تکړه غړي سهیل الهندي د نتانیاهو د دغو خبرو په ځواب کښې وویل چې د مقاومت وسلې نیغ په نیغه د نیواکګرۍ په دوام پورې اړه لري او د مقاومت د وسلو په هکله هر ډول فیصله به د فلسطین ملي فیصله وي.
سهیل الهندي له الجزیره سره په مرکه کښې څرګنده کړه: ما د نتانیاهو د وینا یوه برخه واوریدله او دغه وینا د صهیونیسټانو د بې لارې کوونکو روایتونو د دوام په چوکاټ کښې دي چې غواړي د اسرائیلو جنایتکار او نیواکګر پوځ د یو اخلاقي او انساني پوځ په توګه وښايي، خو دا ادعا له حقیقته بیخې لرې بلکې اپوټه ده.
هغه زیاته کړه: د وسلو مسئله د نیواکګرۍ له حقیقته نه شو بیلولې، وسله یوه بشپړه ملي مسئله ده او په هکله یې فیصله هم فلسطیني فیصله ده چې د فسطین د خلکو او ډلو له خوا کیږي، په فلسطیني ټاټوبي کښې د نیواکګرۍ دوام، د مقاومت دوام ضروري کوي.