النجباء: امریکا په دروغو څرګندونو سره غواړي خپلې ماتې پتې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i171280-النجباء_امریکا_په_دروغو_څرګندونو_سره_غواړي_خپلې_ماتې_پتې_کړي
پارس‌ ټوډې – د عراق د النجباء غورځنګ عمومي منشي وویل چې امریکايي چارواکي په سېمه کې د بریاوو په اړه په خپلو دروغو څرګندونو سره، غواړي خپلې ماتې پټې کړي.
(last modified 2026-03-08T06:16:54+00:00 )
Mar 08, 2026 10:44 Asia/Kabul
  • النجباء: امریکا په دروغو څرګندونو سره غواړي خپلې ماتې پتې کړي

پارس‌ ټوډې – د عراق د النجباء غورځنګ عمومي منشي وویل چې امریکايي چارواکي په سېمه کې د بریاوو په اړه په خپلو دروغو څرګندونو سره، غواړي خپلې ماتې پټې کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د عراق د النجباء غورځنګ عمومي منشي شیخ اکرم الکعبي وویل: امریکایان په ښکاره دروغو سره هڅه کوي چې خپلې ماتې پتي کړي او د بریاوو په اړه د دوی احمقانه خبرې په داسې حال کې دي چې هر ورځ په لسګونه ماشومان د دوی له خوا وژل کېږي.

الکعبي په دوام کې له رسنیو وغوښتل چې د سولې د دښمنانو او د شرورو دروغجنو چل او فریب ونخوري او د حق د جبهې بریاوې چې د عربي او لوېدیځو رسنیو له خوا سانسور کېږي، خپاره کړي.

 نوموړي په عراق کې د اسلامي مقاومت شتون یو مشروع حق او په حقیقت کې یوه دیني، اخلاقي او ملي دنده وګڼله او وویل: زموږ هېواد اشغال شوی؛ آسمان یې د امریکا جنګي الوتکې او د جاسوسۍ ډرونونه کنټرولوي، د موساد پټو واحدونو په ګډون د دښمن پوځيان ځمکه یې اشغال کړې ده، اقتصادي سرچینې او تیل یې لوټل کېږي او کار دې ځای ته رسېدلی چې د ټرمپ په څېر یو جنایتکاره لیونی د قواوو د مشرانو په ټاکلو کې دخلالت کوي.

هغه په پای کې زیاته کړه: موږ امریکا پورې لېواله کسانو ته سپارښتنه کوو چې د دښمن د رضایت ترلاسه کولو لپاره له چاپلوسۍ څخه لاس واخلئ؛ ځکه چې د ځینو کردو بېلتون پالو ډلو په څېر به یوازې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لرګیو په څېر استفاده شئ او بیا به تاسو په خپل حال پرېږدي.