جنایتکاران هیڅ د خیر نیت او اراده نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د النجبا مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي په یوه پیغام کښې د عربو هیوادونو واکمنانانو ته د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.
هغه په ایکس پاڼه کښې ولیکل د قاتلو جنایتکارانو لپاره د دوې له بیمار ذات څخه له راپورته شویو شخصي ګټو پرته بل هیڅ شی مهم نه دی.هغوې د لویدیځې اسیا د هیوادونو او ملتونو او حجتی د هغو هیوادونو لپاره چې دوې ته تسلیم دي هیڅ د خیر نیت نلري.
د عراق د النجبا مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي زیاته کړه که چیرې دوې وتوانیږي ایران ته ماتي ورکړي چې هیڅکله به ونه توانیږي نو لومړۍ به په هغو رژیمونو پسې شي چې د دوې مطیع دي او خپلې دسیسې به اول د دوې پرضد پیل کړي.
شیخ اکرم الکعبي ډاګینه کړه دغه جنایتکاران د ټولنو د پرګنو او ډلو ترمینخ د تفرفې اچول پیلوي او چې د کورني جنګ په بلولو سره هغوې کمزوري کړي.