لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
پارس ټوډې – یوې لبناني رسنۍ د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دروغو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه هېواد په سیمهییز ځواک بدل شوی او د نړۍ د ځواک انډول یې هم بدل کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د العهد خبري ویب پاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې وو «ولې امریکا په هرمز تنګي کې یوازې پاتې شوه؟» لیکلي دي: «هژموني» د نړیوالو اړیکو په تیورۍ کې هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې یو واحد ځواک، د زور یا نفوذ له لارې نړیوال نظم اداره کوي. متحده ایالاتو دغه رول له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر غاړه واخیست او ځان یې د نړۍ د پولیسو په توګه ګاڼه.
خو د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وروستۍ څرګندونې او د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټویټ چې په هرمز تنګي کې یې د عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې وه، د دغه یو اړخیزتوب نظام د پایته رسېدو نښه ده.
العهد لیکلي دي: په حقیقت کې اروپایان د امریکایانو او د هغوی د نورو متحدینو ترڅنګ ونه درېدل. دا هماغه څه دي چې د لوبو په تیورۍ کې ورته «د نښو په لېږلو کې ناکامي» (Signaling Failure) ویل کېږي – یعنې د یوه نړیوال لوبغاړي ناتواني چې خپل ګواښونه د باور وړ وګرځوي. د ډیپلوماټیکو مذاکراتو په پلمه د عملیاتو درول، په اصل کې د امریکا د «ستراتېژیک انزوا» منل دي.
اروپا د واشنګټن باجاخیستنې ته تسلیم نه شوه
دې لبناني رسنۍ زیاته کړه: باید دې ته پام وشي چې هغه دوره چې پکې امریکا په یوازې د نړۍ د پولیسو په توګه عمل کاوه، په عملي ډول پای ته رسېدلې ده. اروپا وښوده چې د لوېدیځې آسیا جګړه یې سره کرښه ده او د واشنګټن باجاخیستنې ته تسلیم نه شوه. په پایله کې، امریکا په یوه محوري شخړه کې له درنو زیانونو سره مخ شوه او پرته له دې چې کومه ستراتېژیکه لاسته راوړنه ولري، شاتګ ته مجبوره شوه.
هغه درس چې د ټولو ملتونو لپاره موجود دی، دا دی: د نن ورځې په نړیوال نظام کې، هر هېواد باید د هغه نظامي لګښت بیه چې غواړي ور یې کړي؛ پخوانی نظم نور واکمن نه دی. په اوسنیو شرایطو کې، هغه څه چې مهم دي د هېوادونو ځواک دی؛ هېوادونه باید پیاوړي وي څو له خپلو پولو هاخوا فضا کې خپله ونډه تضمین کړي.
ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
العهد لیکلي دي: د امریکا او صهیونیسټي رژیم له لوري د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تېري له څلوېښتو ورځو تېرېدو وروسته، د ځواک د عناصرو ترلاسه کول تر بل هر وخت ډېر حیاتي ښکاري. دا هماغه څه دي چې د ایران شهید رهبر، آیتالله العظمی سید علي خامنهيي، څو څو ځله بیان کړي او تر ټولو مهمه دا چې عملي پړاو ته یې رسولي دي.
د دې راپور له مخې، نن ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د ځواک انډول بدل کړی او په نړیوال ځواک بدل شوی دی، او په ټینګه د هغو ځواکونو پر وړاندې ولاړ دی چې یو وخت یې فکر کاوه نړۍ تر خپل واک لاندې راوستلای شي. ایران دغه امریکایي-صهیونیسټي پروژه شنډه کړې ده.