د صهیونیسټ رژیم پارلمان ړنګیږي او وارمخکې انتخاب ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172850-د_صهیونیسټ_رژیم_پارلمان_ړنګیږي_او_وارمخکې_انتخاب_ترسره_کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په صهیونیسټ رژیم کښې د واکمن ائتلاف مشر «اوفیرکاتز» د دغه ائتلاف د فراکسیونونو د ټولو مشرانو په غږملتیا سره د پارلمان «کنسټ» د ړنګولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.
(last modified 2026-05-14T00:34:47+00:00 )
May 14, 2026 05:01 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم پارلمان ړنګیږي او وارمخکې انتخاب ترسره کیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په صهیونیسټ رژیم کښې د واکمن ائتلاف مشر «اوفیرکاتز» د دغه ائتلاف د فراکسیونونو د ټولو مشرانو په غږملتیا سره د پارلمان «کنسټ» د ړنګولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.

په صهیونیسټ رژیم کښې د واکمن ائتلاف مشر «اوفیرکاتز» د پینځویشتم پارلمان د ړنګولو او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو د غوښتنې لپاره یوه لایحه وړاندې کړه او په یوه یادښت کښې چې هغه وړاندې کړ دغه لایحه یې د ائتلاف د فراکسیونونو د ټولو مشرانو په غږملتیا سره وړاندې کړې ده.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د انتخاباتو د ترسره کیدا نیټه د عسکرۍ له خدمت څخه د ارتوډکس یهودیانو یعني د «حریدیانو» د معافولو د قانون په اړه د نظر د اختلاف په دلیل د کنسټ د کمیټۍ د غور په بهیر کښې وټاکل شي.

مخکې د صهیونیسټ رژیم د راډیو او د ټيلي ويژن ادارې راپور ورکړی و لومړی وزیر نتانیاهو اوس په سپتمبر میاشت کښې د انتخاباتو د ترسره کیدا ملاتړ کوي ځکه چې اندیښمن دی دغه انتخابات د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې د حملې له دریمې کلیزې سره په یووخت په اکتوبر میاشت کښې ترسره شي.

په عین حال کښې د اسرائیلو څلرویشتم ټیلي ويژن راپور ورکړ لومړی وزیر نتانیاهو عملا د خپل قدرت د پیاوړي کولو او د مخالفانو لخوا د قانون د تصویبولو د مخه د نیولو په حال کښې دی.