اسرائیل ولې د حزبالله په تسلیمولو کې پاتې راغلی؟
-
د لبنان د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم
حزبالله په لبنان کې یو منظم او جوړښتيز قدرت دی او یوازې په شخصیّتونو پورې تړاو نه لري. د قوماندانانو ترور د دې لامل نه ګرځي چې حزبالله له جوړښتي پلوه ړنګ شي.
پارس ټوډې – د د لبنان د حزبالله مبارز ولسی غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ویلي دي، دښمنانو هڅه وکړه چې د لبنان له حکومته په ناوړه استفادې او د یوه غیر قانوني حقوقي چوکاټ په رامینځته کولو سره د مقاومت د له مینځه وړلو زمینه برابره کړي، خو صهیونیسټي وحشی او تیریګر دښمن نه یوازې د حزبالله په تسلیمولو کې پاتې راغلی، بلکې مونږ د بریا لپاره مبارزه کوو.
پوښتنه دا ده چې د تېرو درو کلونو له سختو بریدونو او درنو بمباریو سره سره، اسرائیل ولې ونه توانېد چې حزبالله تسلیم کړي؟
د دغې پوښتنې ځواب باید د حزبالله د وړتیاوو او امکاناتو له اړخه وڅېړل شي.
د حزبالله ولسی غورځنګ د وړتیاوو له نظره، لومړنی عامل ئې دینی او عقیدتي بنسټ دی. حزبالله په لبنان کې یو داسې غورځنګ دی چې دیني او عقیدتي بنیاد لري. دغه عقیدوي بنسټ د عاشورا له پاڅون او د شیعیانو د دریم امام، حضرت امام حسین (ع) د کربلا له لارې الهام اخلي؛ یوه داسې لاره چې د ظلم پر وړاندې تسلیمېدل نه مني او شهادت ویاړ ګڼي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په همدې تړاو دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عموی می منشي شیخ نعیم قاسم ویلي دي ؛دښمن زمونږ باورونه، زمونږ استقامت او په ډګر کې زمونږ دوامداره شتون نه دی مات کړی. موږ د جګړې په ډګر کې حاضر یو او ټولې ستونزې او بندیزونه زغمو. مونږ داسې غورځنګ یوو چې له مرګه وېره نه لرو او تل د هغو کسانو پر وړاندې بریالي شوي یو چې مونږ په مرګ ګواښي. تر دې چې مونږ دغه اصول د "حسین زموږ لاره ده" په شعار سره تعقیبوو، بریالي به یو، او هر ګام چې د نیواکګرۍ پر وړاندې پورته کېږي، زمونږ لپاره یوه بریا ګڼل کېږي.
دویم عامل د حزبالله پوځي جوړښت او پوځي وړتیا ده.
حزبالله په لبنان کې یو منظم او جوړښتيز قدرت دی او یوازې په شخصیّتونو پورې تړاو نه لري. د قوماندانانو ترور د دې لامل نه ګرځي چې حزبالله له جوړښتي پلوه ړنګ شي.
سربېره پر دې، حزبالله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.
دغه بنسټونه د حزبالله مبارزانو ته اجازت ورکوي چې د هوائي بریدونو له زیانونو خوندي پاتې شي او د خپلو توغندیو د ویشتلو وړتیا وساتي.
دریم عامل د لبنان د ټولنې په بېلابېلو پرګنو کې د حزبالله نفسیاتي او روحاني نفوذ او ټولنیز ملاتړ دی.
له «ټولنیزو پرګنو » څخه موخه دا ده چې حزبالله یوازې د یوه دودیز پوځ په څېر پوځي قدرت نه دی، بلکې د لبنان د ټولنې، په ځانګړي ډول د دې هېواد د جنوب له خلکو سره ژورې اړیکې لري او د هغوی د ژوند له جوړښت سره اوبدل شوی دی.
له همدې امله، یو داسې غورځنګ چې پراخ ولسي ملاتړ او پياوړی دیني باور ولري، د پوځي بمباریو په وسیله نه شي تسلیمېدلی.
نو ځکه، د همدې دیني ،پوځي او ټولنیزو ځانګړتیاوو له امله صهیونیستي رژیم په تېرو درو کلونو کې د بمونو او توغندیو په کارولو سره د لبنان د حزبالله په تسلیمولو کې پاتې راغلی دی
په بمونو او توغندیو سره کېدلی شي د یوه قدرت پوځي وړتیاوې کمزورې شي، خو داسې «ټولنیز او او دیني او مذهبي هویت» چې د لبنان د ټولنې په ژورو پرګَنو کې ریښې لري، له منځه نه شي وړل کېدلی
د حزبالله پر ضد د اسرائیلو د بریدونو دوام به د صهیونیستي رژیم جنایتونه نور هم زیات او د هغو ناکامي لا درنه کړي.