نتانیاهو څنګه د خپلو جګړو په جال کې راګیر شو؟
پارس ټوډی – د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد د تفاهملیک، لاسلیک کېدو د بنیامین نتانیاهو مطلوبې معادلې ګډې وډې کړې او صهیونیستي رژیم یې د ستراتیژیکې انزوا، پوځي ستړیا او سیاسي بحران په داسې بې ساري وضعیت کې اچولی چې آن اسراییلي رسنۍ یې «د اسراییلو لپاره تر ټولو بد ممکن حالت» بولي.
اوسنی وضعیت د اسراییلو لپاره تر ټولو ناوړه حالت دی او نتانیاهو په سخت بن بست کې راګیر شوی دی.
دا د «هاآرتص» ورځپاڼې د پوځي شنونکي «آموس هرئیل» د مقالې سرلیک دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد د تفاهملیک له لاسلیک وروسته، ښایي هېڅ لوری د صهیونیستي رژیم په اندازه ځان د سیمې د نویو تحولاتو بایلونکی نه احساسوي.
د هاآرتص ورځپاڼې وروستي راپورونه، چې د اسراییلو له ټولنې او سیاسي جوړښت څخه خپرېږي، د تلابیب د ستراتیژیک بحران ژور او بېساری انځور وړاندې کوي؛ داسې بحران چې یوازې د جنوبي لبنان د جګړې ډګر پورې محدود نه دی، بلکې له امریکا سره اړیکې، نړیوال مشروعیت، کورنی یووالی او د بنیامین نتانیاهو سیاسي راتلونکی هم رانغاړي.
د هاآرتص پوځي شنونکی آموس هرئیل د «اسراییلو لپاره تر ټولو بد ممکن وضعیت» یادونه کوي؛ داسې حالت چې پکې د صهیونیستي رژیم پوځ په جنوبي لبنان کې په یوې ستړې کوونکي جګړه کې بند پاتې دی، پوځي تلفات یې مخ پر زیاتېدو دي، اعلان شوي اهداف نه دي ترلاسه شوي او په همدې وخت کې له امریکا سره واټن او اختلافات هم ژورېږي.
دا ارزونه په ښکاره توګه د هغې ستراتیژیکې پروژې د ناکامۍ اعتراف دی چې نتانیاهو د اکتوبر د اوومې له عملیاتو وروسته په ذهن کې درلوده.
نتانیاهو ګومان کاوه چې د اکتوبر اوومې عملیات د سیمې د جیوپولیټیکي نقشې د بیا جوړولو لپاره یو تاریخي فرصت رامنځته کړی دی؛ داسې فرصت چې له لارې یې د فلسطین مقاومت له منځه یوسي، په لبنان کې د ځواک توازن بدل کړي، امریکا له ایران سره مستقیمې مقابلې ته راکاږي او په پای کې د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د صهیونیستي رژیم برلاسی او واکمني ټینګه کړي. خو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم له برید وروسته، پېښو بل لوری خپل کړ.
نه ایران ونړېد، نه د مقاومت محور سره وپاشل شو او نه هم د نتانیاهو مطلوب نظم رامنځته شو.
برعکس، د جګړې نوي میداني واقعیتونو د پخوانیو محاسبو ډېره برخه بېاعتباره کړه.
په همدې شرایطو کې د اسلامآباد د تفاهملیک لاسلیک کېدل یوازې د یوه دوهاړخیز تړون معنا نه لري، بلکې دا یې وښوده چې واشنګټن، د ایډیولوژیکو شعارونو او دودیزو ملاتړو ورهاخوا، په پای کې خپلې سترې ملي ګټې د تلابیب غوښتنو څخه لومړیتوب ورکوي.
د ډونالډ ټرمپ حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې له ایران سره د پراخ کړکېچ دوام د امریکا لپاره نه کنټرولېدونکي لګښتونه رامنځته کوي؛ که هغه د انرژۍ بازارونه وي، که له چین سره سیالي وي او که د نړیوالو بحرانونو مدیریت. له همدې امله، د جګړې مهارول او له تهران سره د تفاهم ټینګول د سپینې ماڼۍ لپاره په یوې ستراتیژیکې اړتیا بدله شوې ده.
همدلته صهیونیستي رژیم په یوه بېساري ستونزمن حالت کې راګیرېږي.
له یوې خوا، د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول تفاهم د تلابیب لپاره ستراتیژیک زیان ګڼل کېږي. د نتانیاهو سیاسي موجودیت په تېرو کلونو کې د ایران د دایمي ګواښ او د هغې پر ضد د مقابلې پر بنسټ تعریف شوی و.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدل د هغه تر ټولو مهمه سیاسي او امنیتي وسیله له منځه وړي.
له بلې خوا، صهیونیستي رژیم د امریکا پر پوځي، مالي او ډیپلوماتیک ملاتړ دومره ژور متکي دی چې د واشنګټن له پرېکړې سره د عملي مخالفت توان نه لري.
لکه څنګه چې هاآرتص د امریکا د مرستیال ولسمشر جي. ډي. ونس له قوله لیکلي، اسراییل اړ دی چوپ پاتې شي او د امریکا پرېکړه ومني، ځکه د امریکا پر وړاندې یې انحصاري او نږدې مطلق تړون موجود دی.
په همدې وخت کې، د صهیونیستي رژیم نړیواله انزوا هم نوي پړاو ته داخله شوې ده.
هاآرتص په بېساري ژبه خبرداری ورکوي چې نړۍ د غزې له پېښو سخت متاثره او حیرانه شوې او اسراییل به د دغو کړنو مسؤل وبولي.
هدفي وژنې، د هېوادونو د حاکمیت نقض، پراخه ویجاړۍ او د نړیوالو قوانینو او اصولو له پامه غورځول نور له لګښت پرته دوام نه شي کولی. له اروپا سره واټن، په لوېدیځو ټولنو کې زیاتېدونکې نیوکې او آن د نږدې متحدینو له لوري د سیاسي او حتا پوځي محدودیتونو احتمال، د همدې بهیر نښې بلل کېږي.
حقیقت دا دی چې پر ایران پوځي یرغل نه یوازې دا چې د سیمې د ځواک توازن د صهیونیستي رژیم په ګټه بدل نه کړ، بلکې ډېرې پخوانۍ معادلې یې برعکس کړې.