خلیل الحیه اشغالګرو ته: موږ د فلسطین د آرمان خاوندان یو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175416-خلیل_الحیه_اشغالګرو_ته_موږ_د_فلسطین_د_آرمان_خاوندان_یو
پارس تودی – د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر په یو پیغام کې د صهیونیستي اشغالګرو ته په خطاب کې وویل: موږ د فلسطین د آرمان خاوندان یو.
(last modified 2026-07-22T02:04:29+00:00 )
Jul 22, 2026 06:33 Asia/Kabul
  • خلیل الحیه اشغالګرو ته: موږ د فلسطین د آرمان خاوندان یو

پارس تودی – د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر په یو پیغام کې د صهیونیستي اشغالګرو ته په خطاب کې وویل: موږ د فلسطین د آرمان خاوندان یو.

د پارس تودی د راپور له مخې ، خلیل الحیه، وویل: نه د اولادونو وژل او نه د فلسطیني مشرانو او قوماندانانو شهادت موږ نه وېروي

له بلې خوا خلیل الحیه د فلسطین د مقاومت د ډلو  له مشرانو سره په تلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د فلسطین د ملت د یووالي تحقق د هغو لومړیتوبونو په سر کې دی چې هغه او د حماس مشرتابه به یې د راتلونکي پړاو لپاره هڅه وکړي.

په همدې حال کې، د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم، ، په یو پیغام کې د الحیه هرکلي سره، هغه د حماس د شهید مشرانو لکه شیخ احمد یاسین، اسماعیل هنیه او یحیی السنوار د لارې دوامدار وباله او روښانه یې کړه چې د الحیه مشرتابه د څو لسیزو جهادي او میداني تجربې سره، د قدس او فلسطین د آزادۍ په لاره کې د مقاومت د دوام ژمنه کوي.

شیخ نعیم قاسم د خپل پیغام په بله برخه کې، د فلسطین د ملت او د هغه د ځمکې او حقوقو د بېرته ترلاسه کولو په لاره کې د حماس غورځنګ او فلسطیني ملت سره د حزب الله د دوامداره ملاتړ او همبستګۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ د حزب الله او اسلامي مقاومت په توګه ستاسو تر څنګ یو او ستاسو جهاد او اهدافو کې ستاسو ملاتړ کوو.