صهیونیسټ نیواکګرانو له ځمکې او سمندر څخه په غزې بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو له ځمکې او سمندر څخه د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د دوام خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو نن په غزې کښې د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکړ او د غزې په بیلابیلو سیمو یې ډزې او د توپونو بریدونه وکړل.
د صهیونیسټ رژيم جنګي کشتیو د غزې ښار په ساحل باندې ډزې وکړې او صهیونیسټ رژيم د پوځ توپونو د غزې ښار په ختیځو سیمو باندې هم بریدونه وکړل.
د صهیونیسټ رژيم توپونو د غزې په جنوب کښې د خان یونس ښار په یوشمیر سیمو باندې ډزې وکړې.
د اسرائیلو ټانکونو هم د رفح ښار د شمال لویدیځ په سیمو باندې ډزې وکړ خو تراوسه د مرګ ژوبلو او د تاوانونو د اندازې په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی.
دغه راز د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو هم په دوو توغندیو سره «الشجاعیه» سیمې ته نږدې په صلاح الدین واټ کښې په یوه کور برید وکړ او دغه کور په کامل ډول تباه شو.
د صهیونیسټ رژيم توپونو دی غزې ښار په ختیځو سیمو باندې هم سختې ډزې وکړې.