سعودي عربستان د یمن د شمال پرضد بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177044-سعودي_عربستان_د_یمن_د_شمال_پرضد_بریدونه_کړي_دي
پارس ټوډې- سعودي عربستان د یمن پرضد د خپلو تیریو په دوام کښې د یمن په شمال کښې په یوشمیر سیمو باندې بریدونه وکړل.
(last modified 2026-08-24T06:08:38+00:00 )
Aug 24, 2026 10:36 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن د شمال پرضد بریدونه کړي دي

پارس ټوډې- سعودي عربستان د یمن پرضد د خپلو تیریو په دوام کښې د یمن په شمال کښې په یوشمیر سیمو باندې بریدونه وکړل.

پارس ټوډې سایټ د مهر خبري اژانس په قول راپور  ورکړی، سعودي عربستان په تیرې یکشنبې شپې د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې د رازح سیمې په کلیو باندې د توپونو ډزې وکړې.

دا په داسې حال کښې دي چې د یمن ځواکونو د یمن په شمال لویدیځ کښې د حجه ولایت په فضا کښې د سعودي عربستان د یوې «اسکن ایګل» بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.

د یمن یوې پوځي سرچینې وویل: د عربستان دغه بې پایلوټه الوتکه د یمن د هوايي حریم د خلاف ورزۍ کولو په وخت له یوې مناسبې وسلې په کار اخیستلو سره نسکوره کړې شوې ده.