امریکا له کومو بریاؤ پرته په مینځنی ختیځ سیمې کې شپږ ټریلیّن ډالر خرڅ کړی دی.
(last modified Mon, 14 Nov 2016 08:22:08 GMT )
Nov 14, 2016 12:52 Asia/Kabul
  • امریکا له کومو بریاؤ پرته  په مینځنی ختیځ سیمې کې  شپږ ټریلیّن ډالر خرڅ  کړی دی.

زمونږخبریال راپورراکړ دامریکا نوی ټاکل شوی جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا دامریکا دواکوالانو دکړنو په باب له سی بی ایس ټیلیوژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې وویل ، امریکا له پنځلسو کلونو راهسې په مینځنی ختیځ کې شتون لری اوله کومو بریاؤ پرته ئې په دې سیمې کې شپږ ټریلیّن ډالر خرڅ کړی دی.

 ټرمپ ویلی دی ،  امریکائی سیاستوالان  په هغو فیصلو سره چې  ئې غوره کړی ،  د هیواد د ولس  دنهیلیتوب  لامل شوی دی .

دامریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر  د دغه هیواد  داخلی مشکلاتو ته په اشارې سره  وویل،دامریکا دهوائی ډګرونو ،سړکونو ،پلونو اوسرنګونو وضعیَت  له ردې دخارجو  ځایونو په څیر دی  او امریکائی چارواکو  په مینځنی ختیځ سیمې کې دشپږټریّلین  ډالرو د   خرڅ  کولو په ځای  خپل هیواد رغاولی شو . ډونالډ ټرمپ  همداراز   دامریکا د ککړ سیاسی نظآم   دپاکونې په ضرورت هم ټینګار کړی دی  او ویلی ئې دی چې باید  ککړتیاوې پاکې شی .

 

ټیګونه