په زرګونو بحرینیانو د ال خلیفه رژیم پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i40761-په_زرګونو_بحرینیانو_د_ال_خلیفه_رژیم_پرضد_مظاهرې_وکړې
د بحرین په زرګونو ښاریزو همداراز په دغو دستور کې د بحرین د باچا پرضد شعارونه هم ورکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • په زرګونو بحرینیانو د ال خلیفه رژیم پرضد مظاهرې وکړې

د بحرین په زرګونو ښاریزو همداراز په دغو دستور کې د بحرین د باچا پرضد شعارونه هم ورکړل .

د العالم چینل  له راپور سره سم په زرګونو بحرینیانو د ال خلیفه رژیم د ځپنو او د هغو دریو بحرینی ځوانانو د جنازې د دستورو له ترسره کولو د بندیز په اعتراض کې چی څه موده مخکې د امنیتی عسکرو په لاس وژل شوی ، په سمبولیکه توګه د دغو دریو بحرینی ښاریزو د جنازې دستورې ترسره کړې .

د بحرین په زرګونو ښاریزو همداراز په دغو دستور کې د بحرین د باچا پرضد شعارونه هم ورکړل .

د ال خلیفه رژیم امنیتی عسکرو هم د مظاهرچیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګازونو وویشتل . له بلې خوا دبحرین د فرورۍ دڅوارلسمې نیټې د انقلاب دځوانانوائتلاف وویل ال خلیفه رژیم خپلو کورنیو ته د دریو(۳) ښاریزو د مړیو له ورسپارلو ډډه کوی.

 

دغه ائتلاف وویل دبحرین ال خلیفه رژیم د دریو(۳) ښاریزو پرضد دجنایت له ترسره کولو او د نړیوال دود او دقوانینو پرخلاف دهغوې په ځړولو سره په خپلو جنایتونو د برغولی دکیښودلو او دخلکو له غبرګون د  ویریدا په خاطر وژل شویوکسانو دمړیو له ورسپارلو ډډه کوی .

 

دبحرین د فرورۍ دڅوارلسمې(۱۴) نیټې دانقلاب دځوانانو ائتلاف زیاته کړه ال خلیفه رژیم به ددغه بهیر د دوام په بڼه کښې زر درنه بیه ورکړی .

 

دبحرین خلکو د ۲۰۱۱ میلادی کال له فرورۍ میاشتې راهسې د ال خلیفه دیکتاتور حکومت پرضد پاڅون ته دوام ورکړی خو حکومت تراوسه له سلو(۱۰۰) زیات بې ګناه خلک وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل کړی او نیولی هم دی .

 

دبحرین خلک د ازادۍ  او عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او دازادو انتخاباتو له لارې دیوه (۱)خپلواکه حکومت دجوړیدا غوښتنه کوی .

 

دبحرین دخلکو په ځپلو کښې له ال خلیفه رژیم  سره انګلستان ، امریکا، متحده عربی امارات، سعودی عربستان ، اردن ،اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مرسته کوی