یوه فلسطینی فعال وویل سعودی رژیم د اسلامی امت دښمن دې
Jun 24, 2017 15:45 Asia/Kabul
د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسی جبهې مرستیال عمومی منشی وویل سعودی رژیم هڅه کوی ایران د دغه رژیم په ځای د عربی او اسلامی امتونو د دښمن په توګه معرفی کړی .
ابواحمد فواد له المیادین ټیلی ویژیونی چینل سره په خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چی په سیمه کې به د ایران د دښمن ښودلو لپاره د عربستان دسیسه کومه نتیجه ورنکړی زیاته کړه مسلمان او عرب ملتونه صیهونیسټ رژیم په سیمه کې خپل اصلی دښمن بولی .
ده همداراز په ایران ، لبنان ، سوریې ، بحرین ، فلسطین اوموریتانیا هیوادونو کې د قدس په نړیواله ورځ د خلکو پراخو لاریونونو ته په اشارې سره جوته کړه د سوریې له بشپړه ازادی وروسته به د مقاومت په چورلیز کې بدلون او له صیهونیسټ رژیم سره د پراخې مقابلې زمینه رامینځته شی .
ټیګونه