یوه فلسطینی فعال وویل سعودی رژیم د اسلامی امت دښمن دې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50724-یوه_فلسطینی_فعال_وویل_سعودی_رژیم_د_اسلامی_امت_دښمن_دې
د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسی جبهې مرستیال عمومی منشی وویل سعودی رژیم هڅه کوی ایران د دغه رژیم په ځای د عربی او اسلامی امتونو د دښمن په توګه معرفی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2017 15:45 Asia/Kabul
  • یوه فلسطینی فعال وویل سعودی رژیم د اسلامی امت دښمن دې

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسی جبهې مرستیال عمومی منشی وویل سعودی رژیم هڅه کوی ایران د دغه رژیم په ځای د عربی او اسلامی امتونو د دښمن په توګه معرفی کړی .

ابواحمد فواد له المیادین ټیلی ویژیونی چینل سره په خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چی په سیمه کې به د ایران د دښمن ښودلو لپاره د عربستان دسیسه کومه نتیجه ورنکړی زیاته کړه مسلمان او عرب ملتونه صیهونیسټ رژیم په سیمه کې خپل اصلی دښمن بولی .

ده همداراز په ایران ، لبنان ، سوریې ، بحرین ، فلسطین اوموریتانیا هیوادونو کې  د قدس په نړیواله ورځ د خلکو پراخو لاریونونو ته په اشارې سره جوته کړه د سوریې له بشپړه ازادی وروسته به د مقاومت په چورلیز  کې بدلون او له صیهونیسټ رژیم سره د پراخې مقابلې  زمینه رامینځته شی .