دیمن په ضد دسعودی اماراتو پټ دسیسه ګر سندونه ایشوا شول
په دغو سندونو کې د ملګروملتو دامنیت شورا دغړو هیوادونو دسفیرانو او دامریکا له پوځی اواستخباراتی مسئولانو سره د امریکا او متحده عربی اماراتو دسفیرانو د مکاتبو سندونه هم خپره شوی دی چې په هغو کې د یمن په ضد دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دسیسې بیان شوی دی .
العالم ټیلیویژنی چینل د یمن دالصحافه خبری آژانس له قوله راپور ورکړی ، دین دخبری سرچینو له خوا د خپره شوی دغه سندونه په هغه مهر سره او ډیر پټ سندونه دی چې په امریکا کې د سعودی عربستان سفیر خالد بن سلمان دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان لپاهر لیږدولی دی .
په دغو سندونو کې د ملګروملتو دامنیت شورا دغړو هیوادونو دسفیرانو او دامریکا له پوځی اواستخباراتی مسئولانو سره د امریکا او متحده عربی اماراتو دسفیرانو د مکاتبو سندونه هم خپره شوی دی چې په هغو کې د یمن په ضد دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دسیسې بیان شوی دی .
راپورښئ دیمن نوموړی خبری سرچینې د دغو سندونو په خپرولو سره دوو اساسی ټکو ته هم اشاره کړې ده ، لومړۍ دا چې ، په امریکا کې د سعودی عربستان اواماراتو دسفیرانو له خوا د امنیت شورا د نورو دایمی غړو هیوادونو له سفیرانو او دامریکا ددفاع وزارت داستخباراتی او ملی امنیت له قوماندانانو سره په دوامدارو کتنو کې د دیمن په ضد د مستقیم پوځی مداخلت او دانصار ا.... دګواښونو په پلمه په دغه هیواد کې د بندرونو او په تیره بیا په باب المندب کې دامنیتی تدبیرونو دغوره کولو لپاره دملګروملتو دپریکړه لیکونو دصاردولو په باب د دغې شورا دبیړنۍ غونډې د ترسره کولو په ضرورت د هغوی دقانع کولو هڅې شاملې دی .
دوهم ټکی هم دیمن په سقطری ټاپو او په العبد پوځی مرکز کې دامریکائی پوځ دقوماندان جوزف ووټل په قوماندانۍ د تله عقرب په نامې په پلان کې د ابوظبئ دولی عهد محمد بن زیاد په اصلاحاتو سره د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس راضی کول دی .