امریکایان دسیمې دهیوادونو د حالاتو په ګډوډولو پسې دی
دترکیې دپارلیمان مشر اسماعیل قهرمان هم له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره دامریکا فیصلې یوه جوته تیروتنه وبلله او وې وئیل له یوې ترهه ګرې ډلې سره دمبارزې لپاره دبلې ترهه ګرې ډلې ملاتړ نشی کیدلی باید له ترهه ګرۍ سره جرړه ایزه مبارزه وشی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا په تهران کې د اسلامی ملګرتیا موسسې دغړو هیوادونو دپارلیمانونو د ټولنې ددیارلسم کنفرانس په څنډې کې دترکیې دپارلیمان له مشر اسماعیل قهرمان سره په کتنې کې ووئیل امریکایان دسیمې دهیوادونو د حالاتو په ګډوډولو پسې دی او دپښو پل ئې هم څرګند دی .
ډاکټر لاریجانی ووئیل امریکایان په سورئې کې هماغه راز په بلاغوښتنوا وترینګلتیاؤ پسې دی او له دې امله دسیمې دامنیتی مسئلو په حوزې کې دایران او ترکیې ملګرتیاوې ضروری دی . هغه دفلسطین د ولس او قدس شریف په ملاتړ په ټینګار سره روښانه کړې ، امریکایان دفلسطین او دقدس دموضوع په حذفولو پسې دی ،خو باید اجازت ورنکړل شی ، د فلسطین موضوع وجه المصالحه شی او په دې زمینې کې دترکیې رول ډیر مهم دی .
دایران داسلامی شورا مشر همداراز په تهران کې د اسلامی ملګرتیاموسسې دغړو هیوادونو د پارلیمانونو د ټولنې په کنفرانس کې دهیوادونو په تیره بیا دترکیې دپارلیمان دمشر دشتون اهمیّت ته اشاره وکړه او دغه راز ئې ووئیل ا یران له ترکیې سره دملګرتیاؤ اواړیکو پراختیا ته تیار دی او اسلامی پارلیمانونه باید داقتصادی اړیکو دپراختیا په حوزې کې لافعال رول ولوبوی
دترکیې دپارلیمان مشر اسماعیل قهرمان هم په دغې کتنې کې په سیمې کې د سولې اوثبات په ټینګیدا کې د ایران اوترکیې مهم رول ته په اشارې سره زیاته کړې ، ځینی غواړی ، دترهه ګرۍ په دودولو سره شخړې رامینځةکړی چې په دې زمینې کې به له هغوی سره دمبارزې لپاره دترکیې اوایران ملګرتیاډیره ګټه وره وی . هغه همداراز له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره دامریکا فیصلې یوه جوته تیروتنه وبلله او وې وئیل له یوې ترهه ګرې ډلې سره دمبارزې لپاره دبلې ترهه ګرې ډلې ملاتړ نشی کیدلی باید له ترهه ګرۍ سره جرړه ایزه مبارزه وشی .