دسورئې په عفرین کې له پوځی عملیاتوبه شاتګ ونه کړو
دسورئې خارجه وزارت هم په عفرین ښار د ترکیې دپوځ عملیات په سخته محکوم کړی او د ترکیې دغه اقدام ئې دسورظې دملی حاکمیّت خلاف ورزی بللې او دغه راز ئې د سورئې په خاورې د ترکیې د تیری په خلاف ملګروملتو ته په شکایت کولو سره په دې اړه د امنیت شورا د سملاسی غونډې غوښتنه هم کړې ده .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په کولو سره چې د سورئې خاورې ته هیڅ تمه دارې سترګې نه غړوی ، وئیلی دی ،انقره د سورئې په شمال کې دعفرین سیمې له پوځی عملیاتو شاتګ نه کوی او دغه عملیات به دترهه ګرو تر نابودۍ پورې دوام وکړی .
دترکیې ولسمشر نن په یولړ څرګندونو کې د سورئې په عفرین کې د دغه هیواد دپوځی عملیاتو پر دوام په ټینګار سره وئیلی دی ، د دغو عملیاتو له اجرا کولو موخه د هغو کُرد وسلوالو ډلو ځپل دی ، چې ددرستې سیمې لپاره یو ګواښ دی .
د ترکیې ولسمشر دسورئې په شمال کې د کرد ځواک په سولو سنبالولو کې د امریکا په اقداماتو په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، ځینی هیوادونه نیّت لری ، دترکیې په جنوبی پولې کې د ترهه ګرو د تګ راتګ لارې جوړې کړی .
دترکیې په پولو او سیمې کې د امنیت او ثبات د پیاوړی کولو او هم په عفرین ښار کې د کرډ ډیموکراټیک ځواک او داعشی ترهه ګرو دنابودۍ په پلمه د زیتون دڅانګې په نامې سره د ترکیې دپوځ پوځی عملیات له شنبې ورځې راهسې پیل شوی دی او ځینی سرچینې وائی چې دسورئې عفرین ښار ته د ترکیې پوځی زغروال ګاډی اوټینکونه ننوتی دی خو ځینی نورې سرچینې وائی چې د سورئې د کردانو ډیموکراټیک ځواک یونټونو په عفرین د ترکیې دپوځ حملې په پنځو چورلیزونو کې له ماتې سره مخ کړی او د دغه هیواد په لسګونو پوځیانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولی دی .
دا په داسې حال کې دی چې دسورئې خارجه وزارت هم په عفرین ښار د ترکیې دپوځ عملیات په سخته محکوم کړی او د ترکیې دغه اقدام ئې دسورظې دملی حاکمیّت خلاف ورزی بللې او دغه راز ئې د سورئې په خاورې د ترکیې د تیری په خلاف ملګروملتو ته په شکایت کولو سره په دې اړه د امنیت شورا د سملاسی غونډې غوښتنه هم کړې ده .