ترکیه دې د سوریاوالو ښاریزو دحقوقو خیال وساتی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64015-ترکیه_دې_د_سوریاوالو_ښاریزو_دحقوقو_خیال_وساتی
میرمن فډریکا موګرینی ووئیل ، بله موضوع چې مونږ ئې ا ندیښمن کړی یوو ، دا ده چې د نورو پوځی فعالیتونو تر څنګ دغه اقدام ممکنه ده ، په جینیوا کې دسیاسی خبرواترو بیا پیلیدا ګډه وډه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2018 10:48 Asia/Kabul
  • ترکیه دې د سوریاوالو ښاریزو دحقوقو خیال وساتی

میرمن فډریکا موګرینی ووئیل ، بله موضوع چې مونږ ئې ا ندیښمن کړی یوو ، دا ده چې د نورو پوځی فعالیتونو تر څنګ دغه اقدام ممکنه ده ، په جینیوا کې دسیاسی خبرواترو بیا پیلیدا ګډه وډه کړی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د  اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست  مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  بیګا  په بروکسل کې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره له کتنې وروسته دسورئې په عفرین کې د ترکیې دپوځ په عملیاتو داندیښڼې په څرګندولو سره  وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې  انسانی لاس رسی باید تضمین شی  او باید   دوی هیڅ تاوان ونه وینی  او همداراز باید  تضمین  وکړو چې  د هرډول ډول پوځی عملیات  د داعشیانو په ضد وی .

میرمن فډریکا موګرینی  ووئیل ،  بله موضوع  چې مونږ ئې ا ندیښمن کړی یوو ، دا ده چې   د نورو پوځی  فعالیتونو تر څنګ  دغه اقدام  ممکنه  ده ،  په جینیوا کې  دسیاسی خبرواترو  بیا پیلیدا  ګډه وډه کړی .   د ترکیې په پولو  او سیمې کې د  امنیت او ثبات  د پیاوړی کولو او هم  د سورئې په عفرین  ښار کې د وسلوالو کردانو  دنابودولو په پلمه  د  :زیتون د څانګې :  په عنوان سره  د ترکیې  دپوځ  عملیات   له تیرې شنبې ورځې راهسې پیل شوی او هماغه راز دوام لری . چې د  سورئې  او دسیمې دنورو هیوادونو سخت غبرګونونه ئې هم په ځان پسې درلودلی  او دوی وئیلی دی ،  د ترکیې دغه اقدام د  سورئې دملی  حاکمیّت  خلاف ورزی  ده .