د فارس خلیج ملګرتیا شورا بې تاثیره شوې ده
(last modified Wed, 24 Jan 2018 09:38:29 GMT )
Jan 24, 2018 14:08 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج ملګرتیا شورا بې تاثیره شوې ده

د قطر خارجه وزیر د سیمې په هیوادونو کښې د سیاسي تشې رامینځته کیدل د افراط پالنې د ودې لپاره یو مناسب فرصت وباله.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فارس خلیج ملګرتیا شورا اوس حتی د خپلو غړو هیوادونو د ستونزو د هوارولو توان هم نه لري او تاثیر یې ختم شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني بیګا د سویټزرلینډ په داووس کښې د نړیوالو اقتصاد د غونډې ترڅنګ (د عرب نړۍ ګډ لرلید) تر عنوان لاندې یوه غونډه کښې وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هیوادونو ترمینځ د اختلاف شتون یو حقیقت دی خو اختلافات په نښتونه نه ختمیږي بلکې خبرې اترې یې ترټولو موثره لاره ده.

هغه په دې خبرې سره چې د سیمې هیوادونه له داسې حالاتو سره مخ دي چې د ښه ګاونډیتوب احترام او خیال ساتنې ته مجبور دي، څرګنده کړه: کله چې د حاکمیت خبره په مینځ کښې وي، هیڅ جوړجاړی به ونه شي.

د قطر خارجه وزیر د سیمې په هیوادونو کښې د سیاسي تشې رامینځته کیدل د افراط پالنې د ودې لپاره یو مناسب فرصت وباله او زیاته یې کړه: تندلاري له دین څخه خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره ګټه اخلي.

 

 

 

ټیګونه