یوشمیر نور بحریني ځوانان په اعدام او عمر قید محکوم شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64703-یوشمیر_نور_بحریني_ځوانان_په_اعدام_او_عمر_قید_محکوم_شول
د بحرین محکمې پرون هم دوو تنو ته د اعدام سزا اورولې وه او همداشان یې د ۴۷ کسانو د تابعیت یا نیشنلټۍ د ختمولو حکم صادر کړی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 16:31 Asia/Kabul
  • یوشمیر نور بحریني ځوانان په اعدام او عمر قید محکوم شول

د بحرین محکمې پرون هم دوو تنو ته د اعدام سزا اورولې وه او همداشان یې د ۴۷ کسانو د تابعیت یا نیشنلټۍ د ختمولو حکم صادر کړی و.

د آل خلیفه رژيم محکمې په بحرین کښې د خپلو ځپونکو سیاستونو په دوام کښې د دغه هیواد ۱۴ ښاریز په اعدام یا عمر قید محکوم کړل.

د آل خلیفه رژيم محکمې نن په یو سیاسي کیس کښې د بحرین د ۲۵ کسانو تابعیت سلب کړ.

په دغه دوسیه کښې یو شیعه ښاریز په اعدام یا پانسۍ او دیارلس تنه نور په عمر قید محکوم شول. د موسی عبدا... موسی جعفر نومي په اعدام د محکوم شوي بحریني باندې د یو پولیسو د وژلو تور لګول شوی و.

خبر زیاتوي چې محکوم شوي زیاتره ځوانان له ۲۰۱۵ کال راهیسې په جیلونو کښې پراته وو.

د بحرین محکمې پرون هم دوو تنو ته د اعدام سزا اورولې وه او همداشان یې د ۴۷ کسانو د تابعیت یا نیشنلټۍ د ختمولو حکم صادر کړی و.