دمقاومت په ټولنې کې د ناکامۍ ټکی نشته
دلبنا ن حزب ا...ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال وئیلی دی ، په داسې حال کې چې دښمنان د مقاومت د ځواک د ناکامولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړی دی ، خو دمقاومت د ځواک او ولس په اتحاد او یوزړتوب سره ،به د مقاومت ټولنه تل تر تله بریالۍ وی .
زمونږخبریال راپورراکړ دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم نن دمقاومت دشهیدانو د درنښت په دستورو کې ووئیل ، دمقاومت په ټولنې کې هر یو کس د مقاومت د پلان یوه برخه ده ، او په دغې ټولنې کې دماتې خوړل او دناکامۍ لاره نشته .
شیخ نعیم قاسم پخپلې وینا کې وئیلی ، مقاومت بریالی شو ،ځکه ښځې او سړی دیوه بل ترڅنګ وو او دمقاومت ټولنه راوپنځیده او د په سرحدی سیمو کې دمقاومت ځواک له خلکو سره مټ په مټ ولاړ دی او خلک د مقاومت د ځواک غړی ګڼی .
دلبنا ن حزب ا.... ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال په دوام کې وئیلی دی ، په داسې حال کې چې دښمنان د مقاومت د ځواک د ناکامولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړی دی ، خو دمقاومت د ځواک او ولس په اتحاد او یوزړتوب سره ،به د مقاومت ټولنه تل تر تله بریالۍ وی .
په عین حال کې دلبنان د پارلیمان یوه استازی علی الفیاض هم له امریکائی دباؤنو اوصهونیسټی ګواښونو سره دمقابلې لپاره دمقاومت شتون ضروری وباله او وې وئیل له صهونیستی ګواښونو سره سره ، مقاومت هماغه راز د وام لری .
د الوفاء للمقاومه فریکشن دغه غړی ووئیل ، هغه کسان چې دلبنان به ضد دسیسه کوی ،باید پوه دې شی چې د دغه هیواد د ګیسو اوتیلو زیرمې اوشتمنۍ د اقتصادی اومالی پرمختګ لپاره دلبنانیانو هیله شمیرل کیږی ، پر ډې اساس باید د دغو دسیسې په وړاندې په قدرت سره ودریږی .