دمقاومت په ټولنې کې د ناکامۍ ټکی نشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65845-دمقاومت_په_ټولنې_کې_د_ناکامۍ_ټکی_نشته
دلبنا ن حزب ا...ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال وئیلی دی ، په داسې حال کې چې دښمنان د مقاومت د ځواک د ناکامولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړی دی ، خو دمقاومت د ځواک او ولس په اتحاد او یوزړتوب سره ،به د مقاومت ټولنه تل تر تله بریالۍ وی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • دمقاومت په ټولنې کې د ناکامۍ ټکی نشته

دلبنا ن حزب ا...ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال وئیلی دی ، په داسې حال کې چې دښمنان د مقاومت د ځواک د ناکامولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړی دی ، خو دمقاومت د ځواک او ولس په اتحاد او یوزړتوب سره ،به د مقاومت ټولنه تل تر تله بریالۍ وی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  دعمومی منشی مرستیال  شیخ نعیم قاسم    نن  دمقاومت دشهیدانو   د درنښت په دستورو کې  ووئیل ،  دمقاومت په ټولنې کې  هر یو کس  د مقاومت د پلان یوه برخه ده ، او په دغې ټولنې کې  دماتې خوړل  او دناکامۍ لاره نشته .

 شیخ  نعیم قاسم  پخپلې وینا کې وئیلی ،  مقاومت بریالی شو ،ځکه ښځې او سړی  دیوه بل ترڅنګ  وو او دمقاومت ټولنه راوپنځیده او  د په سرحدی سیمو کې  دمقاومت ځواک  له خلکو سره مټ په مټ  ولاړ دی او  خلک د مقاومت د ځواک غړی ګڼی . 

  دلبنا ن  حزب ا.... ولسی غورځنګ  د عمومی منشی  مرستیال   په دوام کې وئیلی دی ، په داسې حال کې  چې  دښمنان  د مقاومت د ځواک د ناکامولو لپاره  ډیرې هلې ځلې کړی دی ، خو  دمقاومت د ځواک او ولس   په اتحاد او یوزړتوب سره ،به د مقاومت   ټولنه تل تر تله بریالۍ وی . 

 په عین حال کې   دلبنان د پارلیمان یوه استازی  علی الفیاض  هم   له امریکائی دباؤنو اوصهونیسټی  ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  دمقاومت   شتون  ضروری وباله او  وې وئیل    له صهونیستی ګواښونو سره سره ،  مقاومت هماغه راز د وام لری .

د الوفاء للمقاومه  فریکشن دغه غړی  ووئیل ، هغه کسان  چې دلبنان به ضد دسیسه  کوی ،باید پوه دې شی چې  د دغه هیواد  د ګیسو اوتیلو زیرمې اوشتمنۍ  د اقتصادی اومالی  پرمختګ لپاره دلبنانیانو  هیله شمیرل کیږی ، پر ډې اساس  باید  د دغو دسیسې  په وړاندې  په قدرت سره  ودریږی .