د بحرین خلک سبا د دغه هیواد د دریو ځوانانو غایبانه جنازه کوي
Feb 22, 2018 20:28 Asia/Kabul
د آل خلیفه رژيم په لاس د وژل شویو دریو بحریني ځوانانو جنازه سبا د ایران په قم ښار کښې کیږي.
د بحرین علماؤ په یوه خبرپاڼه کښې د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې سبا مازیګر د هغو دریو بحریني ځوانانو په سمبولیکه جنازه کښې ګډون وکړي چې د آل خلیفه رژيم په لاس وژل شوي دي.
مهر خبري آژانس لیکلي چې آل خلیفه رژيم تیره اونۍ د بحرین څلور ځوانان وژلي او د خپل جنایت د پټولو لپاره یې د هغوي مړي سمندر ته غورځولي وو. خو له هغو نه د څلورو تنو مړي د ایران د بوشهر ولایت په سواحلو کښې موندل شوي دي او د څلورم مړی لاهم بې درکه دی.
د دې دریو بحریني ځوانانو جنازه سبا د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې کیږي او هم هلته به خاورو ته وسپارل شي.