يمني ځواکونو په تعز او البيضاء کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو توغندي اورول
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د د دغه هېواد په بې ګناه خلقو د سعودي ائتلاف د وحشيانه بمباریو په ځواب کښې په توغنده اي حملو سره د يمن په تعز او البيضا کښې د سعودي نوکرانو سنګرونه هدف وګرځول.
د العالم د رپوټ له مخې په لويديځي ساحل کښې د يمني ځواکونو لخوا په هدايت کړې شوي توغندي سره د آل سعود يو زغره وال ګاډے تباه او د البيضا صوبې په مکراس کښې يې د سعودي نوکرانو په سنګرونو توغندي اورول.
د تعز د الهاملي په جنوب کښې هم د ال سعود د تالي څټو په سنګرونو د زلزال دوه ډوله توغندے او د توپونو ډزې د يو شمېر سعودي نوکرانو د هلاکېدو او ژوبلېدو سبب شوې.
باخبره سرچينې هم په تېره ميلادي مياشت کښې په جيزان، نجران او عسير کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو په عملياتو کښې د ۴۵ سعودي فوځيانو د هلاکېدو او د نولسو نورو ژوبلېدو خبر ورکړ.
د دغو سرچينو د وېنا له مخې دغه شمېرنې په سعودي رسنيو کښې خپرې شوې دي او د وژل شويو او زخميانو شمېر زيات کېدې شي په تېره بيا سعودي رژيم په تېرو دريو کلونو کښې خپل د سر او مال تاوانونه پټ کړي دي.