د لبنان حزب الله: د سعودي رژيم سياست د بشري ټولنې د امنيت لپاره يو واقعي خطر دے
(last modified Mon, 02 Apr 2018 03:00:16 GMT )
Apr 02, 2018 07:30 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله: د سعودي رژيم سياست د بشري ټولنې د امنيت لپاره يو واقعي خطر دے

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي د بشري ټولنې د امنيت لپاره د سعودي د سياستونو خطر والي ته په اشارې سره زياته کړه، آل سعود ډونالډ ټرمپ او له امريکې سره غږملو نورو هېوادونو ته د حق السکوت په ادا کولو سره د نړيوالې ټولنې فېصله بدلوي.

د رسا خبري اژانس د رپوټ له مخې شېخ نبيل قاووق د لبنان د جبل عامل په عيناثا سيمه کښې په يو سيمينار کښې تاکيد وکړ، اسرائيل سعودي رژيم خپل دوست بولي.

د حزب الله د مرکزي شورا دغه غړي زياته کړه، د آل سعود او اسرائيلو انډيوالي د لبنان د امنيت لپاره يو خطر دے ځکه چې آل سعود اسرائيليان په لبنان، سوريې او ايران باندې د حملې لپاره هڅوي.

هغه واضحه کړه په داسې وخت کښې امريکې ته د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان سفر چې ټرمپ له تل ابيبه قدس شريف ته د امريکې د سفارت د وړولو فېصله وکړه په قدس شريف او اسلامي مقدساتو باندې تيري ته د روا والي ورکولو په معنا دے.

 

 

ټیګونه