په غزه کښې یو بل فلسطیني ځوان شهید شو
Apr 13, 2018 03:46 Asia/Kabul
یو فلسطینی ځوان بیګا د غزې تړانګې د سویل په خان یونس کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په ډزو شهید شو.
ایرنا لیکلي چې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل: ۲۸ کلن عبدا... محمد الشحري د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې په سینه لګیدلی او د درملنې په موخه روغتون ته ورسول شو خو ژوند یې بچ نه شو او په شهادت ورسید.
د غزې په تړانګه کښې په دې وروستیو کښې (د ستنیدو د حق) په لاریون کښې د فلسطینیانو پراخې مظاهرې روانې دي چې د اسرائیلي پوځیانو له حملو سره مخامخیږي او تراوسه پکښې ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي او له دریو زرو زیات نور زخمي شوي دي.
ټیګونه