په بیت لحم کښې یو مشر فلسطینی شهید شو
Apr 16, 2018 16:09 Asia/Kabul
د اردن سیند د لویدیځې غاړې د بیت لحم ښار یو ۶۵ کلن فلسطینی نن سهار شهید شو.
د فلسطین د خبرتیا مرکز رپورټ ورکړی چې یو صهیونیسټي ښارګي میشت دوه میاشتې مخکښې د بیت لحم په الدوحه ښارګي کښې د عوده حسین ملش په نوم یو مشر فلسطینی په خپل ګاډي وهلی و.
د دغه شهید زوي نضال ملش څرګنده کړه چې ښارګي میشت صهیونیسټي یې پلار قصداً په ګاډي وهلی او بیا تښتیدلی و.
ټیګونه