صهيونېسټانو بيا په مسجدالاقصی حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69688-صهيونېسټانو_بيا_په_مسجدالاقصی_حمله_وکړه
د قدس د غاصب رژيم د فوځيانو تر ملاتړ لاندې صهيونېسټ ښارګي مېشتو د مسجدالاقصی په حدودو يرغل وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 13:14 Asia/Kabul
  • صهيونېسټانو بيا په مسجدالاقصی حمله وکړه

د قدس د غاصب رژيم د فوځيانو تر ملاتړ لاندې صهيونېسټ ښارګي مېشتو د مسجدالاقصی په حدودو يرغل وکړ.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې په سلګونو صهيونېسټ مېشته ښارګي اوسيدونکو نن د المغاربه دورازې له لوري په مسجدالاقصی حمله وکړه چې نمونځګزارو فلسطينيانو د نعرو په وهلو سره د دغې حملې په مقابل کښې ردعمل څرګند کړ.

دا په داسې حال کښې دي چې صهيونېسټ رژيم  د فلسطين د اسلامي اوقافود بيارغونې د کمېټۍ يو کارکونکے د يوې هفتې لپاره مسجدالاقصی ته له داخلېدو منعې کړے ؤ.

له بلې خوا په موقته توګه په نيول کېدو فلسطيني اسيرانو چې شمېر يې پينځو سوو ته رسيږي د اسيرانو په خلاف د موقته نيولو او د هغوي د شمېر د زياتېدو په دوام باندې په اعتراض کښې د صهيونېسټ رژيم د محکمو بائيکاټ ته دوام ورکوي.