فلسطيني ځوانانو د صهيونېسټ رژيم په يو فوځي برج حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70768-فلسطيني_ځوانانو_د_صهيونېسټ_رژيم_په_يو_فوځي_برج_حمله_وکړه
يو شمېر فلسطيني مبارزانو د اردن د سيند د لويديځې غاړې په قلقيليا ښار کښې د اسرائيلو په يو فوځي برج باندې په حملې سره هغه ته اور ورته کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • فلسطيني ځوانانو د صهيونېسټ رژيم په يو فوځي برج حمله وکړه

يو شمېر فلسطيني مبارزانو د اردن د سيند د لويديځې غاړې په قلقيليا ښار کښې د اسرائيلو په يو فوځي برج باندې په حملې سره هغه ته اور ورته کړ.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې يو شمېر فلسطيني ځوانانو بېګا د قلقيليا ښار د ختيځ په عزون ښارګوټي کښې د اسرائيلو په يو فوځي برج باندې حمله وکړه او د هغه لوري ته يې څو لاسي بمونه وروغورزول چې له امله يې د صهيونېسټ رژيم دغه اسرائيلي فوځي برج  وسوزېد.

د فلسطيني مبارزانو له دغه اقدامه وروسته صهيونېسټو نيواکګرو قلقيليا سيمه په بشپړه توګه محاصره کړه او دغه ښار ته ننوتونکې لارې په سر کشې يې د تلاشۍ څو پوستې جوړې کړې.

همدارنګ د غزې د تړانګې اوسېدونکو فلسطيني ځوانانو نن سحر په څو پتنګانو پورې   اور وتړۀ او هوا ته يې ولېږل.

يديعوت آحارانوت صهيونېسټي ورځپاڼې وليکل،د غزې په خاوشا صهيونېسټي ښارګيو کښې د دغو پتنګانو د غورزېدو له کبله په شپږو ځايونو کښې اور ولګېد او صهيونېسټانو ته يې يو لړ زيانونه ورسول.