اسرائيل، سعودي او بحرين له برجامه د امريکې د وتلو ملاتړي
له برجامه د امريکې د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر له اقدام سره د نړۍ د هېوادونو له پراخ مخالفت او ورباندې له نيوکو سره په يو وخت صهيونېسټ رژيم، سعودي او بحرين د امريکې له دغه اقدام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې له صهيونېسټ رژيمه وروسته سعودي او بحرین هم اعلان وکړ چې له ايران سره له اېټمي موافقې څخه په وتلو کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اقدامه ملاتړ کوي.
د سعودي رژيم چې له څو کلونو راهسې د امريکې په سياسي او فوځي ملاتړونو سره د سوريې، عراق او يمن په شمول په مينځني ختيځ سيمه کښې د واشنګټن او صهيونېسټ رژيم د ګټو د پوره کولو په هدف سره د جنګ اور لګولو په لټه کښې دے پرون د امريکې د دغه اقدام ملاتړ اعلان کړ.
بحرين هم چې په دې وروستيو کلونو کښې د امریکې په ملاتړ سره د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو ځپل په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي اعلان وکړ چې منامه له اېټمي موافقې څخه د واشنګټن له وتلو او د ايران په خلاف د بائيکاټونو له سختولو ملاتړ کوي.
له سعودي او بحرينه مخکې د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتن ياهو هم په يوه وېنا کښې د ټرمپ له فېصلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے. له بلې خوا د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرۍ د ټرمپ له دغې فېصلې وروسته وويل چې اروپا به له ايران سره ملګرتيا او په برجام کښې پاتې کېدو ته دوام ورکړي.