له صهیونیسټي رژيمه د آل خلیفه ملاتړ شرمونکی دی
د بحرین الوفاق جمعیت د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ کښې د خپل هیواد د خارجه وزیر خالد بن احمد آل خلیفه وینا شرمونکې وبلله او د هغه د بخښنه غوښتنې او استعفا غوښتنه یې وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې د بحرین الوفاق ٹولنی نن په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې د بحرین ولس له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو ټینګولو یا توجیه کولو لپاره د هر ډول اقدام مخالف دی.
الوفاع په دغه بیانیه کښې زیاته کړه: د بحرین د خارجه وزیر خبرې د دي هیواد د خلکو دریځ نه دی.
د بحرین الوفا اسلامي بهیر هم په سوریې باندې د اسرائیلو له پوځي تیري په څرګند ملاتړ کښې د آل خلیفه رژيم د مسئولانو څرګندونې چې له سرو کرښو تیر شوی، د صهیونیسټي نیواکګرو لپاره د دغه رژيم د سیاسي بې حیایۍ بیانونکې وبللې.
د ویلو ده چې د بحرین خارجه وزیر په یو ټویټ کښې پر سوریې د صهیونیسټي رژیم د توغندوي حملو ملاتړ کړی دی.