حماس له صهیونیسټي رژیم سره د غیرمستقیمو خبرواترو ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74324-حماس_له_صهیونیسټي_رژیم_سره_د_غیرمستقیمو_خبرواترو_ادعا_رد_کړه
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي اسماعیل رضوان له صهیونیسټ رژیم سره د دغه غورځنګ د غیرمستقیمو خبرواترو په لړ کښې د غزې د بیارغاونې لپاره د قطر کمیټې د مشر ادعا دروغ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • حماس له صهیونیسټي رژیم سره د غیرمستقیمو خبرواترو ادعا رد کړه

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي اسماعیل رضوان له صهیونیسټ رژیم سره د دغه غورځنګ د غیرمستقیمو خبرواترو په لړ کښې د غزې د بیارغاونې لپاره د قطر کمیټې د مشر ادعا دروغ وبلله.

فارس خبري آژانس لیکلي چې د غزې د بیارغاونې لپاره د قطر د کمیټې مشر محمد العمادي پرون مدعي شو چې د غزې د انساني حالاتو په لړ کښې موافقې ته د رسیدو لپاره د حماس او صهیونیسټي رژيم غیرمستقیم خبرې اترې روانې دي او دا کار د امریکې په خبرتیا سره ترسره کیږي.

صهیونیسټي رژیم په ۲۰۰۶ کال کښې په پارلیماني انتخاباتو کښې د حماس له بریالیتوب وروسته د غزې تړانګه کلابنده کړې ده او دغې سیمې د سونګو، خوړو، درملو او د ودانیو د میټیریل د رسیدو مخه نیسي.