فلسطیني میرمنو په غزه کښې زوږناک لاریون وکړ
Jul 04, 2018 03:06 Asia/Kabul
د غزې تړانګې اوسیدونکو زرګونو فلسطیني ښځو پرون د یو ولوله ناک لاریون په کولو سره خپل وطن ته د فلسطیني کډوالو د ستنیدو پر حق او د غزې د کلابندۍ په ختمیدو ټینګار وکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په یاد لاریون کښې ګډونوالو میرمنو په دې خبرې سره چې خپل ټاټوبي ته د ستنیدو په لړ کښې له خپل حقه به هیڅکله شاتګ ونه کړي، د بشري حقوقو له سازمانونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندیدو او د غزې تړانګې د څو کلنې محاصرې د ختمولو لپاره لاس په کار شي.
دغو میرمنو د (فلسطیني ښځې د ستنیدوا و د محاصرې د ماتولو په لور) نومې غونډې په جوړلو او د ستنیدو د حق په لاریون کښې په ګډون سره د صهیونیسټي رژيم د وحشیانو اقداماتو خلاف مظاهرې وکړې.
ټیګونه