صهیونیسټي رژيم د آزادۍ دویمه کشتۍ هم ونیوله
د صهیونیسټي رژيم د پوځ سمندري ځواک پرون د آزادۍ په دویمې کشتۍ باندې په برید سره دغه کشتۍ توقیف کړې او پکښې سپاره کسان یې هم نیولي دي.
د قدس د نیواکګر رژیم د پوځ ویاند آویخای ادرعي د آزادي-۲ نومې کشتۍ د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه کشتۍ به له تلاشۍ او څیړنې وروسته په نیواکي فلسطین کښې په اشدود بندر کښې د اسرائیلو د پوځ یوې اډې ته منتقله کړی شي.
دا د آزادۍ دویمه کشتۍ وه چې پرون یې د ځینو ناروغانو او محصلینو په شمول په ۱۱ مسافرو سره د غزې تړانګې له سواحلو څخه د نړۍ د نورو هیوادونو په لور سفر پیل کړی و.
د ستنیدو د لاریون ترسره کیدونکې عالي شورا د دې سمندري سفر موخه له تیرو دولسو کالو راهیسې د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې تړانګې د کلابندۍ د دوام یادونه او نړیوالې ټولنې ته له دغې سیمې د شاتګ په لړ کښې د یاد رژيم د ادعاؤ دروغ ثابتول بللي وو.