سعودي حکومت مشهور دیني عالم آل سعود ته د نصيحتونو په جرم بندي کړ
Jul 13, 2018 17:35 Asia/Kabul
د سعودي رژیم مشهور عالم «سفر الحوالي» له خپلو دوو زامنو عبدالرحمن او عبدالله سره د آل سعودي رژيم واکمنانو ته د نصيحتونو په جرم بندي کړ.
په ټویټر کښې د «معتقلي الرأي» په نامه اکاونټ ویلي چې څیړونکی او مفکر شیخ سفر الحوالي د خپلو دوو زامنو په ګډون د خپل وروستي کتاب تر چاپه څو ورځې وروسته ونیول شو.
دغه کتاب «المسلمون والحضارة الغربیة» نومیږي، د کتاب په یوه برخه کې نوموړي د «نصائح لآل سعود» تر عنوان لاندي د آل سعودي رژيم او د رژيم درباري علماو ته ځیني نصیحتونه کړي دي چې يو نصيحت پکښې له امريکې څخه د اطاعت نه کول هم دي.
سفر الحوالي ۶۸ کاله عمر لري او د سعودي د مشهورو علماو څخه شمېرل کیږي.
نوموړي په اړه ویل کیږي چې په دې وروستیو کې يې دماغي سکته کړې او په بدن معذور شوے هم دے.