یمنیانو د سعودیانو جنایتونو کلک ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74678-یمنیانو_د_سعودیانو_جنایتونو_کلک_ځواب_ورکړ
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم د عربستان رسندویو همداراز د عربستان په جنوبی پولو کی له یمنی عسکرو په نښته کی د څلورو سعودی تیری ګرو عسکرو د هلاکت خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 10:46 Asia/Kabul
  • یمنیانو د سعودیانو جنایتونو کلک ځواب ورکړ

د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم د عربستان رسندویو همداراز د عربستان په جنوبی پولو کی له یمنی عسکرو په نښته کی د څلورو سعودی تیری ګرو عسکرو د هلاکت خبر ورکړ .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن سهار  په عسیر کی د علب لارې ته نږدې د عربستان د ګوډاګیانو په راغونډیدونکی ځای د یوه زلزال او څو کاتوشا توغندیو حمله وکړه .

د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل  له راپور سره سم د عربستان رسندویو همداراز د عربستان په جنوبی پولو کی  له یمنی عسکرو په نښته کی د څلورو سعودی تیری ګرو عسکرو د هلاکت خبر ورکړ .

همداراز له بلې خوا یمني ځواکونو د سعودي ټانکونو قافله له مینځه یوړه

د یمن د پوځ او ولسي ځواک توغندوي او توپخانه ایز یونټ بیګا د عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد د ټانکونو یو کاروان په نښه کړ او له مینځه یې یوړه.

د یمن د پوځ او ولسي ځواک د میزائل او توپونو یونټونو د عربستان د سویل نجران ولایت په السدیس پوځي اډه کښې د سعودي ټانکونو قافله وویشتله.

یمني ځواکونه وتوانیدل چې د عربستان په خاوره کښې دننه د دغه هیواد د ټانکونو او زغرده ګاډو یوه ټولګه وڅاري او له مینځه یې یوسي. په دغو بریدونو کښې یوشمیر سعودي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.