یمنیانو د سعودیانو جنایتونو کلک ځواب ورکړ
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم د عربستان رسندویو همداراز د عربستان په جنوبی پولو کی له یمنی عسکرو په نښته کی د څلورو سعودی تیری ګرو عسکرو د هلاکت خبر ورکړ .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن سهار په عسیر کی د علب لارې ته نږدې د عربستان د ګوډاګیانو په راغونډیدونکی ځای د یوه زلزال او څو کاتوشا توغندیو حمله وکړه .
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم د عربستان رسندویو همداراز د عربستان په جنوبی پولو کی له یمنی عسکرو په نښته کی د څلورو سعودی تیری ګرو عسکرو د هلاکت خبر ورکړ .
همداراز له بلې خوا یمني ځواکونو د سعودي ټانکونو قافله له مینځه یوړه
د یمن د پوځ او ولسي ځواک توغندوي او توپخانه ایز یونټ بیګا د عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد د ټانکونو یو کاروان په نښه کړ او له مینځه یې یوړه.
د یمن د پوځ او ولسي ځواک د میزائل او توپونو یونټونو د عربستان د سویل نجران ولایت په السدیس پوځي اډه کښې د سعودي ټانکونو قافله وویشتله.
یمني ځواکونه وتوانیدل چې د عربستان په خاوره کښې دننه د دغه هیواد د ټانکونو او زغرده ګاډو یوه ټولګه وڅاري او له مینځه یې یوسي. په دغو بریدونو کښې یوشمیر سعودي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.