په يمن کښې د استکبار په خلاف ميلينونو خلقو مظاهرې وکړې
(last modified Sat, 14 Jul 2018 13:28:12 GMT )
Jul 14, 2018 17:58 Asia/Kabul
  • په يمن کښې د استکبار په خلاف ميلينونو خلقو مظاهرې وکړې

يمنيانو «د مستکبرانو په خلاف د نعرو ورځ» په مناسبت مړه دې وي امريکه، مړ دې وي اسرائيل، مړۀ دې وي آل سعودي په نعرو سره په صنعاء، الحديد، صعده، حجه او عمران صوبو کښې ميلينونو خلقو مظاهرې وکړې.

د المسيره ټي وي چېنل په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه مظاهرې د مستکبرانو په خلاف د نعرو وهلو ورځې په مناسبت چې شهيد حسين بدرالدين الحوثي په ۲۰۰۲ کال کښې مطرح کړې وه وشوې.

د يمن د شيعه مسلمانانو مشر حسين بدرالدين الحوثي له ترهه ګرۍ او القاعدې سره د مبارزې په بهانه په يمن کښې د امريکې د فوځي شتون په خلاف پاڅون وکړه او په ۲۰۰۴ کال کښې د يمن د پخواني رژيم له فوځيانو سره په نښته کښې شهيد شو.

په دغو لاريونونو کښې ګډون کونکو وويل: چې د دوي نعرې د امريکې، اسرائيلو او هغو کسانو په خلاف دي چې د يمن د ښځو او ماشومانو قتل عام کوي او نړيوالو ته به معلومه شي چې په دغونعرو سره به د مفسدانو، طاغوتيانو او د هغوي د تالي څټو تاج او تخت ولړزيږي.

د يو بل خبر له مخې يمني ځواکونو د الحديده صوبې په تحيتا ښار او په جبليه سيمه کښې له خاصوعملياتو وروسته  د تيري ګرو او د هغوي د تالي څټو يو شمېر مورچلونه ونيول او د هغوي يو شمېر فوځي او زغره وال ګاډي يې تباه کړل.

سعودی د امریکې برطانيې په ملاتړ سره  د اماراتو او  څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملتيا سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن فوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه محاصرې ته دوام ورکړے دے .سعودي تيري ګر ائتلاف په يمن يانو باندې په حملو سره  تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلق وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی

 

ټیګونه