يمنيانو د سعودي په فوځي اډو بيا ميزائيل وويشتل
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د دغه هېواد د خلقو په خلاف د آل سعود رژيم د جنايتونو او حملو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب په نجران کښې د سعودي په فوځي اډه يو بالېسټک ميزائل وغورزۀ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د يمن توغنده اي يونټ همدارنګ د سعودي په جيزان سيمه کښې په مشعل او ملحمه اډو هم دوه زلزال دوه ميزائل وروويشتل.
د دغو ميزائلي حملو د سرومال تاوانونو په اړه لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په عسير او نجران سيمو کښې شپږ سعودي فوځيان په ډزو سره هلاک کړل.
همدارنګ د يمن د فوځ توپخانې هم په عسير سيمه کښې د سعودي فوځيانو او به جيزان سيمه کښې د سعودي تالي څټو ځواکونو د غونډېدوپه ځاينو حمله وکړه او ورته سخت سرتاوانونه ورسول چې د دقيق شمېر باره کښې څه رپوټ نه دے ترلاسه شوے.