عربستاني ځواکونو په قطیف کښې د امام حسین علیه السلام په عزادارۍ حمله کړې
(last modified Mon, 17 Sep 2018 02:55:37 GMT )
Sep 17, 2018 07:25 Asia/Kabul
  • عربستاني ځواکونو په قطیف کښې د امام حسین علیه السلام په عزادارۍ حمله کړې

د عربستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د ختیځ په قطیف ښار کښې پر عاشورايي شعایرو او د امام حسین علیه السلام پر ماتمیانو برید کړی دی.

د عربستان د قطیف ښار د ولسي غورځنګ کمیټو وویل چې سعودي رژیم په دغه ښار کښې د صلواتي تمځیو په شان عاشورايي سمبولونو باندې په حملې سره له سرو کرښو تیر شوی دی.

خبر زیاتوي چې سعودي رژیم تل د اسلامي مقدستاتو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی کوي.

په عین حال کښې الجزیره ټي وي چینل رپورټ ورکړی چې د عربستان امنیتي ځواکونو په مکه مکرمه کښې د شیخ بندر عبدالعزیز بلیلة په نوم د مسجدالحرام یو ملاامام هم نیولی دی.

له بلې خوا د بحرین الؤلؤه د ټیلیویژني چینل ویب سایټ هم رپورټ روکړی چې د آل خلیفه رژیم امنیتي ځواکونو د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د مراسمو یو ویناوال شیخ یاسین الجمري له احضارولو وروسته نیولی دی.

 

ټیګونه