دیمن پوځ د عربستان دعسکرو په مرکزونو توغندی ویشتلی
-
په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان شته چې نیمايي یې بشر دوستانه مرستو ته سخت ضرورت لري .
زمونږ خبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل دتعز ولایت په الوازعیه سیمه کښې یې د سعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو د زلزال یو ډوله توغندی حمله کړی ده .
ددغه توغندوی حملې د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نشته .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون سهار هم د عربستان په جنوب کښې دجیزان په جبل الدود سیمه کښې د سعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو د زلزال یو ډوله توغندی حمله کړی وه .
د سعودی عربستان لخوا دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد دپوځ او د ولسی کمیټیو قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
دغه راز د ملګروملتونو دماشومانو صندوق یونیسف وویل دیمن کابو څلور لکه ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دی .
یونیسف مخکې ویلی وو په یمن د سعودی عربستان د حملو له پیل راهسې ددغه هیواد څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ماشومان تراوسه وژل شوی او ډیر کسان معیوب شوی هم دی .
په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان شته چې نیمایی یې بشر دوستانه مرستو ته سخت ضرورت لری