متحده عربی امارات به دمقاومت په عملیاتو اعتراف وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76907-متحده_عربی_امارات_به_دمقاومت_په_عملیاتو_اعتراف_وکړی
فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصارالله ویاند محمد عبدالسلام وویل متحده عربی امارات به بالاخره یوه(۱) ورځ مجبوره شی چې د مقاومت په عملیاتو اعتراف وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 02:39 Asia/Kabul
  • که چیرې د تیریګرو هیوادونو جنایتونه بند نشي نو دیمن عسکر به نورې اغیزشیندونکي حملې هم وکړي .
    که چیرې د تیریګرو هیوادونو جنایتونه بند نشي نو دیمن عسکر به نورې اغیزشیندونکي حملې هم وکړي .

فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصارالله ویاند محمد عبدالسلام وویل متحده عربی امارات به بالاخره یوه(۱) ورځ مجبوره شی چې د مقاومت په عملیاتو اعتراف وکړی .

هغه دمتحده عربی اماراتو په دوبۍ نړیوال هوایی ډګر د یمن د ولسی کمیټیو او دپوځ  دبې پایلوټه الوتکې د  پرونۍ حملې په اړه وویل متحده عربی امارات به ونه توانیږی دیمن د بې پایلوټه الوتکو له حملو انکار وکړی .

عبدالسلام زیاته کړه دیمن پوځ  په تیره یوه میاشت کښې  د دوهم(۲) ځل لپاره په صماد درې ډوله  بې پایلوټه الوتکې سره د دوبۍ په نړیوال هوایی ډګر برید وکړ او د متحده عربی اماراتو له انکار او د حقیقت له پټولو سره سره ددغه هوایی ډګر د الوتونو په بهیر کښې ګډوډۍ رامینځته شوه .

دیمن دپوځ ویاند شرف لقمان هم پرون د دوبۍ په هوایی ډګر د بې پایلوټه الوتکې له حملې وروسته وویل پرون په دوبۍ او د عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې عملیات وشول چې دا دیمن ددفاعی قدرت او توان د زیاتیدا ښودنه کوی او زیاته یې کړه که چیرې د تیریګرو هیوادونو جنایتونه بند نشی نو دیمن عسکر به نورې اغیزشیندونکی حملې هم وکړی .

دیمن دپوځ ویاند شرف لقمان ډاګینه کړه په جیزان کښې دعربستان د سرحدی ځواکونو په جنګی کشتیو  حمله په الحدیده بندر کښې د یمن د کب نیونکو په کشتیو د سعودی عربستان حملو ته په ځواب کښې شوی ده .