سعودی عربستان دیمن درې نور ښاریز ووژل
-
متحده عربي امارات په یمن تیري کښې د سعودي عربستان اصلي شریک دی .
زمونږ خبریال وایی دیمن په شمال کښې د صعده ولایت په سنحان سیمې د سعودی عربستان د تیریګرو جنګی الوتکو په حملې کښې کابو درې(۳) ښاریز ووژل شول او څلور(۴) نور هم ژوبل شول .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز دیمن په الحدیده ولایت کښې په النحل کروندو او المراوعه سیمې هم حملې وکړې .
دیمن په پلازمینې صنعا کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په هوایی بریدونو کښې هم یوشمیر ملکیان مړه او ژوبل شول .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو هم د سعودی عربستان په جنوب کښې دنجران په صحرا البقع کښې د سعودی عربستان د تیریګرو ځواکونو په مرکزونو د توپونو ډزې وکړې .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا هم په سرحدی جبهو کښې د سعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو د یوه(۱) توغندی حمله وکړه .
په عین حال کښې دیمن یوې سرچینې متحده عربی اماراتو ته د اړونده النخبه الشبوانیه د ځواکونو لخوا دیمن په جنوب ختیځ کښې په شبوه ولایت کښې د النشیمه د تیلو د بندر د نیولو خبر ورکړ .
متحده عربی امارات په یمن تیری کښې د سعودی عربستان اصلی شریک دی .
دغه راپور وایی دیمن د النشیمه تیلی بندر نیول ددغه بندر له لارې دیمن دتیلو د صادراتو په لاره کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره د ابوظهبۍ د هڅې په لړ کښې دی .