سعودی عربستان دیمن درې نور ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77122-سعودی_عربستان_دیمن_درې_نور_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال وایی دیمن په شمال کښې د صعده ولایت په سنحان سیمې د سعودی عربستان د تیریګرو جنګی الوتکو په حملې کښې کابو درې(۳) ښاریز ووژل شول او څلور(۴) نور هم ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 11:39 Asia/Kabul
  • متحده عربی امارات په یمن تیری کښې د سعودی عربستان اصلی شریک دی .
    متحده عربی امارات په یمن تیری کښې د سعودی عربستان اصلی شریک دی .

زمونږ خبریال وایی دیمن په شمال کښې د صعده ولایت په سنحان سیمې د سعودی عربستان د تیریګرو جنګی الوتکو په حملې کښې کابو درې(۳) ښاریز ووژل شول او څلور(۴) نور هم ژوبل شول .

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز دیمن په الحدیده ولایت کښې په النحل  کروندو او المراوعه سیمې هم حملې وکړې .

دیمن په پلازمینې صنعا کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په هوایی بریدونو کښې هم یوشمیر ملکیان مړه او ژوبل شول .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو هم د سعودی عربستان په جنوب کښې دنجران په صحرا البقع کښې د سعودی عربستان د تیریګرو ځواکونو په مرکزونو د توپونو ډزې وکړې .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا هم په سرحدی جبهو کښې د سعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو د یوه(۱) توغندی حمله وکړه .

په عین حال کښې دیمن یوې سرچینې متحده  عربی اماراتو ته د اړونده النخبه الشبوانیه د ځواکونو لخوا دیمن په جنوب ختیځ کښې په شبوه ولایت کښې د النشیمه د تیلو د بندر د نیولو خبر ورکړ .

متحده عربی امارات په یمن تیری کښې د سعودی عربستان اصلی شریک دی .

دغه راپور وایی دیمن د النشیمه  تیلی بندر نیول ددغه بندر له لارې دیمن دتیلو د صادراتو په لاره کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره د ابوظهبۍ د هڅې په لړ کښې دی .