یمنیانو د عربستان درې ډرون الوتکې نسکورې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77133-یمنیانو_د_عربستان_درې_ډرون_الوتکې_نسکورې_کړې
د یمن دفاع وزارت بیګا  په یوې خپرې کړې بیانیې کې  د عربستان د جنوب په جیزان سیمه کې د سعودي ایتلاف د دریو جاسوسي ډرون الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • یمنیانو د عربستان درې ډرون الوتکې نسکورې کړې

د یمن دفاع وزارت بیګا  په یوې خپرې کړې بیانیې کې  د عربستان د جنوب په جیزان سیمه کې د سعودي ایتلاف د دریو جاسوسي ډرون الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د یمن دفاع وزارت وویل د دغه هیواد د هوايي ځواک او ولسي کمیټو هوا ضد توپونو دغه درې الوتکې د جیزان په وداي جاره سیمه کې ویشتلې دي.

د یمن د پوځ او ولسي کمیټو ځواکونو همداراز  په جیزان کې د څارنې دوه برجونه  ایم بي سي ، او  الربعه ونیول.

دیمن ولسي کمیټو او پوځیانو همداراز پرون په یو لړ عملیاتو کې  د سعودي ایتلاف  درې آبرامز ټانکونه،  پينځه زغر ګاډي او څلور په دوشکو سنبال ګآدي  له مینځه یوړل.

 د یمن د پوځ او ولسي کمیټو د ځواکونو طاقت د سعودي رژیم له خوا د دغه هیواد له هر اړخیزې محاصرې سره سره ورځ په ورځ زیاتیږي.