د خاشقجي له تښتونې سره د مخالفت په تور پنځه سعودي شهزادګان ونیوی شول
(last modified Sat, 13 Oct 2018 03:01:59 GMT )
Oct 13, 2018 07:31 Asia/Kabul
  • د خاشقجي له تښتونې سره د مخالفت په تور پنځه سعودي شهزادګان ونیوی شول

د واکمن رژیم مخالف عربستاني شهزاده ایشوا کړه چې سعودي حکومت تیره اونۍ د باچاهي کورنۍ له پنځو زیات کسان چې د جمال خاشقجي د تښتولو مخالف وو، نامعلوم ځاې ته منتقل کړي دي.

شهزاده خالد بن فرحان آل سعود چې په جرمني کښې اوسیږي، په یو ټویټ کښې سعودي حکومت تورن کړ چې په دوه اړخیزو غونډو کښې د ګډون لپاره په بهر کښې د استوګنو مخالفانو په وربللو سره هغوي تښتوي.

خالد بن فرحان په دې خبرې سره چې سعودي حکومت د جمال خاشقجي له تښتونې لس ورځې مخکښې په پلاننګ سره د هغه د تښتولو نیت درلود، زیاته کړه: سعودي مامورانو د څو میلیون ډالري مالي مرستې په ژمنې سره له ما غوښتي وو چې مصر ته په تګ سره په قاهره کښې د عربستان د کنسولګرۍ له مسئولانو سره ملاقات وکړم.

شهزاده خالد چې د عربستان د ولیعهد په توګه قدرت ته د محمد بن سلمان له رسیدو وروسته له هیواده تښتیدلی او په جرمني کښې استوګن شو، تیره دوشنبه یې په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د خاشقجي په وژلو کښې د عربستان د رول ثابتیدو په بڼه کښې له خلکو غواړم چې د واکمن حکومت خلاف مظاهرې وکړي.

 

ټیګونه