دپاکستان لومړی وزیر نن عربستان ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77538-دپاکستان_لومړی_وزیر_نن_عربستان_ته_ورسید
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پانګونې په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د عربستان پلازمینې ریاض ته ورغی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2018 12:58 Asia/Kabul
  • دا دلومړي وزیر په توګه د عمران خان له انتخابیدا وروسته عربستان ته  دهغه دوهم(۲) سفر دی .
    دا دلومړي وزیر په توګه د عمران خان له انتخابیدا وروسته عربستان ته دهغه دوهم(۲) سفر دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پانګونې په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د عربستان پلازمینې ریاض ته ورغی .

عمران خان په دغه یوه(۱) ورځنی سفر کښې د سعودی عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیز سره کتنه وکړه او د دسیمه ایزو پیښو او ددواړو هیوادونو د پیاوړی اړیکو په اړه  یې خبرې وکړې.

سعودی عربستان ته د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان سفر په داسې حال کښې کیږی چې په تیرو څو ورځو کښې اسلام اباد وویل پاکستان د اقتصادی مشکلاتو د حل لپاره پینځلس(۱۵) میلیارډه ډالره پور ته ضرورت لری .

دا دلومړی وزیر په توګه د عمران خان له انتخابیدا وروسته عربستان ته  دهغه دوهم(۲) سفر دی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی ، د مالیې وزیر اسد عمر ، د اطلاعاتو  وزیر فواد چوهدری  او د تجارتی چارو سلاکار عبدالرازق داوود له لومړی وزیر عمران خان سره ملګرتیا کوی .