د عربستان ولیعهد د ځان دمظلومو ښودلو هڅه پیل کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77570-د_عربستان_ولیعهد_د_ځان_دمظلومو_ښودلو_هڅه_پیل_کړه
تسنیم خبری اژانس وایی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د لاس لرلو اصلی تورن کس دی له دغه جنایت د ځان د تبرئه کولو لپاره د ځان دمظلوم ښودلو او عمومی افکارو ته دوکې ورکولو ته مخه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • محمد بن سلمان  د مخالفانو په وژلو او په یمن ، سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو په ملاتړ کولو  مشهور دی .
    محمد بن سلمان د مخالفانو په وژلو او په یمن ، سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو په ملاتړ کولو مشهور دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د لاس لرلو اصلی تورن کس دی له دغه جنایت د ځان د تبرئه کولو لپاره د ځان دمظلوم ښودلو او عمومی افکارو ته دوکې ورکولو ته مخه کړی ده .

هغه دترکیې په استنبول کښې دسعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د خبریال جمال خاشقجی د وژلو په دوسیې کښې  له خپلې لاسوهنې د عمومی افکارو د منحرفولو لپاره پرون  ادعا وکړه د خبریال وژله ناوړه جنایت او د نا توجیه وړ پیښه .

دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې دخپلو مخالفانو په وژلو او په یمن ، سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو په ملاتړ کولو  مشهور دی په عربستان کښې د پانګونې د راتلونکی  په اړه په یوې غونډې کښې  ادعا وکړه د خبریال جمال خاشقجی ټولو وژونکو ته به سزا ورکړل شی .

په سعودی عربستان کښې د پانګونې د راتلونکی په نوم غونډه له سه شنبې ورځې څخه پیل شوی او د خبریال جمال خاشقجی وژلې ال سعود دیکتاتور رژیم له بې مخینې سیاسی کړکیچ سره مخ کړی دی او د بهرنیو پانګونو د جذبولو لپاره د ریاض دچارواکو هیله یې په اوبو لاهو کړی ده او ډیرو هیوادونو ، نړیوالو شرکتونو او موسسو د عربستان د پانګونې دغونډې بایکاټ کړی دی .

دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پرون بیا د جمال خاشقجی د وژلې د دوسیې په اړه دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلی فونی خبرې وکړې .