محمد بن سلمان د خبریال په وژله کښې لاس لری
Oct 25, 2018 02:41 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان په تیره بیا دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان اوس د خبریال جمال خاشقجي په وژلې کښې د لاس لرلو په وجه تر سخت دباو لاندی دی
زمونږ خبریال وایی د ترکیې د ولسمشر سلاکار نور جیفیک وویل د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لاسونه د خبریال جمال خاشقجی په وینو ککړ دی .
هغه پرون وویل د خبریال جمال خاشقجی وژله د سعودی عربستان په ولیهعد محمد بن سلمان ختمیږی .
د ترکیې د ولسمشر سلاکار نور جیفیک ټینګار وکړ کابو پینځه (۵)کسان چې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې یې لاس درلود د ولیعهد محمد بن سلمان نږدې ملګری او کسان دی او هغوې د محمد بن سلمان له حکم او خبرتیا پرته هیڅکله کوم کار نه کوی .
سعودی عربستان په تیره بیا دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان اوس د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د لاس لرلو په وجه تر سخت دباو لاندی دی .
ټیګونه