امارات او بحرین په سوریې کښې سفارتونه پرانیزی
-
بحرین او متحده عربي امارات دسوریې دقانوني حکومت د نسکورولو او په دغه هیواد د ترهګرو د سلطې دموندلو ملاتړ کاوه .
زمونږ خبریال وایی متحده عربی اماراتو له نصیب ـجابر لارې سوریې او لبنان ته د لومړنی تجارتی کاروان په استولو سره له دمشق سره خپل ځمکنی تجارت له سره پیل کړ .
د متحده عربی اماراتو خارجه وزارت دیوې(۱) بیانیې په خپرولو سره په رسمی ډول د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د خپل هیواد دسفارت د له سره پرانیستلو خبر ورکړ او ویې ویل دغه اقدام د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ملاتړ کښې د عربی رول د فعالیدا بیانونکی دی .
د متحده عربی اماراتو« البیان» ورځپاڼې وویل ددغه هیواد د تجارتی شیانو کاروان دمتحده عربی اماراتو له ازادې سیمې د سعودی عربستان ، د اردن ، سوریې او دلبنان په لور حرکت کړی .
د نصیب او جابر سرحدی لاره د سوریې او د اردن ترمینځ په نړیوالې لارې کښې دتفتیش یوه ترټولو بیروبار لرونکی او اردن او د فارس خلیج هیوادونو ته د سوریې د صادراتو لپاره اصلی لاره ده او متحده عربی امارات په دغه چورلیز کښې د تجارت د اسانتیا په هدف سره په دغه سیمه کښې په ۲۵۰۰ کلومیټره اوږدوالی سره دیوې(۱) لارې د جوړولو هڅه کوی .
د بحرین خارجه وزارت هم په یوسل اتیا(۱۸۰) درجې بدلون سره په رسمی ډول په سوریې کښې د خپل هیواد دسفارت د بیرته پرانیستلو او د فعالیت د له سره پیلولوخبر ورکړ .
بحرین او متحده عربی امارات په هغو عربو هیوادونو کښې راځی چې دسوریې دقانونی حکومت د نسکورولو او په دغه هیواد یې د ترهګرو د سلطې دموندلو ملاتړ کاوه .